د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

د ننګرهار مدني فعالانو د یاد ولایت مخې ته اعتراضیه خېمه وهلې


د ننګرهار په لسګونو مدني فعالانو او ځوانانو د برېښنا ستونزې په غبرګون کې د ولایت مقام مخې ته اعتراضيه خېمه وهلې او په خبره يې تر هغه به دا اعتراض دوام وکړي تر څو د برېښنا اساسي ستونزه نه وي حل شوې.

مدني فعالان وايي، هر کال د ګرمۍ په سخت موسم کې له نغلو څخه تېره شوې برېښنا پر خلکو قطعه کېږي اما مرکزي اداره يې اساسي غم نه خوري:

د یادو فعالانو له ډلې څو تنو ازادي راډیو ته وویل:

"د اعتراض په شکل مو دغلته خېمه ووهله، اعتراض زموږ حق دی، موږ په بنيادي شکل ددې مسلې حل غواړو.

دا اعتراضيه خېمه به دوام کوي او تر هغه چې دا مشکل نه وي حل شوی، موږ به دلته پراته یو."

مدني فعاله مقدسه احمدزۍ وايي، که چېرې بیا هم مرکزي حکومت د ننګرهار او لغمان ولسونو ستونزو ته حل لاره پيدا نه کړه نو دوی به د کابل جلال اباد لاره هم د ټرافیکو پر مخ وتړي:

"که چېرې ددې مشکل د حل لپاره مرکزي حکومت غور ونه کړي، نن ځوانانو په پشتونستان واټ کې خېمه وهلې ده، سبا به د کابل جلال اباد لویه لاره هم وتړو."

بلخوا د ننګرهار د برېښنا رئيس وحیدالله پوپل وايي، د اوس وخت لپاره کارکوونکي سیمې ته رسېدلي تر څو برېښنا راوتړي خو نوموړی وايي، د نغلو پر برېښنا دوی هم ناباوره دي:

"ممکن برېښنا تر مازدیګره پورې راشي اما یوه خبره واضیحه کوم چې د نغلو برېښنا باندې یوه لحظه هم اعتبار نشته داسې نه چې موږ له لینونه وتړو او بیا يي پرې نه کړي که څه هم موږ د بادپښ ولسونو او ځوانانو سره په دې تړاو خبرې کړي هم دي."

د ننګرهار چارواکي هم ددې ستونزې د حل څخه ځان عاجز ګڼي.

د ننګرهار ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال وايي، تر هغه چې له نغلو څخه تېره شوې برېښنا د عمومي سړک په سر تېره نشي دا ستونزه نشي حل کېدای:

"دا برېښنا چې موږ ته راکوي دا دې د عمومي سړک په سر راکړي او بل په دې برېښنا زموږ کار نه کېږي وارداتي برېښنا دې هم موږ ته راکړل شي، دلته ورته اړتيا ډېره ده او برېښنا کمه ده."

د کتوونکو په اند ددې برېښنا د قطعه کېدو له امله ګڼ شمېر فابریکې له تولیداتو لوېدلې او ختیځي سیمې ته يي په ميلیونونو افغانۍ تاوان رسېدلی.

دوی وايي، که چېرې مرکزي اداره ننګرهار ته د تېرې شوې برېښنا ستونزه اساسي حل نه کړي نو نه یوازې ولسونو له ګڼو ستونزو سره مخ کوي بلکې اقتصادي زیان يي هم زیات دی.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG