د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۲

ځوانان ولې کتابتون ته نه ځي؟


وایي، د یوې ټولنې پرمختګ د تعلیمي مرکزونو له حالت څخه هم معلومېدلای شي.

د هرې ټولنې خلک چې ښوونځي او پوهنتون ته ارزښت ورکړي، د پرمختګ او ښه ژوند چانسونه لري، خو هلته چې تعلیمي مرکزونه خالي او خلک یې له کتاب سره علاقه نه لري، د پرمختګ څرک هم نه تر سترګو کېږي.

په افغانستان کې چې د پخوا په پرتله د زده کړو لپاره شرایط ښه شوي، لا مو هم په کتابتونونو کې ځوانان ډېر کم ښکاري.

د کابل عامه کتابتون ته چې یو وخت بې شمېره خلک ورتلل، اوس په کې ډېر کم کسان لیدل کېږي.

ځوانان د مطالعې د نه کولو په خاطر ډېرې بهانې جوړوي، څوک وايي، کتابونه نه لري، بل وايي، مصروف دی او همداسې نور ځوانان نورې بهانې کوي، خو اوس چې کتابونه او کتابتونونه ډېر دي، دغه بهانې ډېرې مناسبې نه ښکاري.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئfacebook.com/TandySangy

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG