د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د هند او افغانستان د اړیکو پر پراختیا او پر پاکستان یې د اغېز په اړه لیکنې اوتبصرې کړې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي هند به تل د ښه دوست په توګه د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي او د افغانستان او هند اړیکې د هېڅ چا په زیان نه دي.

د همدې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي پاکستان د افغانستان او هند دوستي نشي زغملی، نو پرضد یې غبرګون ښودلی او له دې ملګرتیا څخه په اندېښنه کې دی.

وړاندې یادونه شوې افغان حکومت د پاکستان لاسپوڅی نه دی، بلکې له هند، سیمې او د نړۍ له هر هېواد سره خپلواکې اړیکې پاللی اوټینګولی شي.

انیس:

د بلې دولتي ورځپانې انیس د سرمقالې عنوان دی د افغانستان او هند دوستي واقعي او عملي ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت هڅه کوي چې له نړۍ په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره ټینګې ډیپلوماټيکې اړیکې ولري او له دې لارې د تروریزم پرضد یوه ګډه اجماع رامنځ ته کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور تروریزم سیمې اونړۍ ته ګډ ګواښ دی چې پرې وړاندې یې باید جدي اقدامات او مشترکه مبارزه وشي.

چراغ:

چراغ خپلواکې ورځپانې په خپلې سرمقالې پوښتنه کړې ایا د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پراختیا د پاکستان ملي ګتې ګواښي؟

چراغ لیکي د تروریزم پر ضد د افغانستان، هندوستان او پاکستان ګډه او صادقانه مبارزه کولای شي، د درېواړو هېوادونو ملي ګتې خوندي کړي او په سیمه کې امنیت ټینګ کړي.

د لیکوال په باور له دې اقدام پرته به په سیمه کې سیالۍ او کړکېچونه همداسې دوام وکړي چې د هیڅ چا په ګټه نه ده.

دنیا:

د نیا خپلواکې ورځپانې د امریکا په حوله لیکلي پاکستان دې ترهګر له هر ډول توپیر پرته په نښه کړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي کوم اقدامات چې د وسله والو د له منځه وړلو په هدف پاکستان کوي، د لیکوال په باور دا یا دورغ دي او یا هم د نړیوالو د تېر ایستلو لپاره کېږي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د افغانستان او هند د ملګرتیا پیاوړي کېدل هغه څه دي چې د وسله والو تولیدوونکي هېواد پاکستان یې وار خطا کړی.

XS
SM
MD
LG