د لاسرسي لېنکونه

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، مسکو د اوکراین د کریمیا تاپووزمه له روسیې سره نه ده نښلولې بلکې دا سیمه یې له روسیې سره "بیرته یوځای " کړې ده.

پوتین د قرغزستان په پایتخت کې د خپلواکو هم ګټو هېوادنو د مشرانو په غونډه کې د جمعې په ورځ وویل، هغه څه چې کریمیا ته پېښ شول اصلي علت یې د اوکراین د حکومت اقدامات وو.

نوموړي په قرغزستان کې د اوکراین د سفیر د څرګندونو په ځواب کې وویل، روسیې هیڅ له ځان سره نه دي یوځای کړي.

پوتین زیاته کړه هغه څه چې کریمیا کې پېښ شول علت یې د اوکراین د ځینو سیاسي قوتونو غیرې قانوني اقدامات و چې وضعیت یې تر کودتا ورسوه.

مسکو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې کریمیا ته زرګونه بې نښانه سرتېري واستول او د اوکراین دا ټاپووزمه یې د زور په کارولو له روسیې سره یوځای کړه.

د روسیې دا اقدام ګڼو لویدیځو هېوادونو او د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د رایو په اکثریت وغانده.

XS
SM
MD
LG