د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

سپينه ماڼۍ روسي هکرانو پر خلاف حقوقي دوسيه پرانېزي


سپينه ماڼۍ هڅې کوي چې د هغو روسي هکرانو پر وړاندې چې د دوی په باور د امریکا د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره د معلوماتو په افشا کې لاس لري، يوه حقوقي دوسيه پرانېزي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا کانګرس يې حل لاره په بنديزونو کې ويني.

د رويټرز خبري اژانس په وينا، د امریکا فدرالي ادارې ايف بي آی د يو شمېر روسي هکرانو پر وړاندې د جرم د اعلان په مقصد د ثبوت لپاره پر اسنادو راټولولو کار کوي. خو دا ثابته شوې ده چې دغه کار ځکه ستونزمن دی چې د امریکا د ادارې له‎خوا یو شمېر اسناد او شواهد بیخي محرم پېژندل شوي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت چارواکي فکر کوي چې دې هر څه ته حقوقي دعوه تر ټولو ښه عکس العمل دی چې د دوی په باور په دې کار سره روسان غواړي د امریکا په انتخاباتو کې ګډوډي رامنځته کړي.

خو دا حقوقي دعوه به له روسي ولسمشر ولادیمير پوتين سره له شخړې پرته امکان ونه‎لري.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي فکر کوي چې د روسيې دوه استخباراتي سازمانونه، يو د روسيې د پوځ استخباراتي اداره جي آر يو او بله د دې هېواد ملکي استخباراتي اداره د هک کولو د وروستيو حملو تر شا لاس لري او دا حملې زیاتې شوي دي.

له دې سره چې کريملېن دغه تورونه په کلکه ردوي، یو شمېرامريکايي چارواکي په دې باور دي چې د روسيې حکومت د دې هېواد د پوځ استخاراتي اداره او ملکي اداره په یو ډول مسابقه کې سره اچولي دي چې کومه اداره به ډېر تخريبي مواد غلا کوي او خپروي.

د هکرانو له‎خوا د امریکا د ملي ډیموکراټ کمېټې داخلي اي مېلونو غلا او افشا تور د ډیموکراټ ګوند له‎خوا د روسيې د دولت پر ملاتړ لرونکو روسي هکرانو پورې شو.

له دغه وروسته د امریکا چارواکي دې نتيجې ته ورسېدل چې د روسانو هدف يوازې د يوه کاندید د بل پر وړاندې پارول نه دي بلکه هدف يې د امریکا پر ډیموکراسي او انتخاباتو د خلکو بې باوره کول دی.

د سپينې ماڼۍ وياند، جاش ارنسټ دا مني چې د روسي هکرانو پر وړاندې حقوقي دوسیه پرانيستل به ستونزمن کار وي چې د امریکا اداره ورسره مخامخ ده.

د سنا او استازو جرګې په استخباراتي کمېټه کې لوړ پوړي ډیموکراټان هم د هکرانو د ملاتړ په عکس العمل کې پر روسیه د بنديزونو لګولو په اړه کار کوي.

XS
SM
MD
LG