د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، هندي چارواکو له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې له افغانستان سره د دوامدارو مرستو ډاډ ورکړی.

د دغې خونې مرستیال خان‎جان الکوزي نن ازادي راډیو ته وویل چې محمد اشرف غني هند ته د سفر په ترڅ کې د هند د سوداګرۍ خونې له مسؤلینو او هندي سوداګرو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې د زمینو په اړه هم خبرې کړي دي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي افغان ولسمشر وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې زیاتیدو لپاره ګډه هوايي کارګو رامنځته شي څو سوداګر په اسانه خپل سوداګریز مالونه ولېږدوي.

دا مهال په اوونۍ کې دوه ځلي د هوا له لارې له افغانستانه هند ته ۷ ټنه تازه میوه انتقالیږي.

د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې افغانستان هر کال له هند سره د یو میلیارده ډالرو په ارزښت سوداګرۍ لري.

XS
SM
MD
LG