د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

افغان ځوانانو ترمنځ د غرونو د بایسکل چلونې سیالۍ پېلیږي


د افغانستان د بایسکل چلونې فدراسیون وايي، ټاکل شوې کابل کې د ځوانانو ترمنځ د غرونو د بایسکل چلونې سیالۍ ډېر ژر پیل شي.

د دغه فدراسیون مشرعبدالصادق صادقي ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره د ۱۰۰ لوبغاړو په ګډون سره په کابل ترسره کېږي.

ښاغلي صادقي د دغو سیالیو هدف داسې بیان کړ:

"د لومړي ځل لپاره د غرونو د بایسکل چلونې سیالۍ د بایسکل چلونې د فدراسیون له‎خوا جوړېږي او دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ یو سالم رقابت دی."

د ښاغلي صادقي د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ راتلونکې اوونۍ د یوې ورځې لپاره د کابل په قروغ غر کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG