د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د ساحلي فوټبال فدارسیون وايي، د اسیا المپیک سیالیو کې د ګډون په هدف د ساحلي فوټبال ملي ټیم چمتوالی روان دی.

د دغه فدراسیون رئیس روح الله رستګار ازادي راډیو ته وویل چې د ساحلي فوټبال ټيم د دغو سیالیو د ترسره کولو په هدف د سیپټمبر په ۲۱مه ویتنام ته ځي.

ښاغلي رستګار زیاته کړه چې د ساحلي فوټبال ټیم د سیپټمبر په ۲۶مه د جاپان له ټیم سره لوبه لري.

د اسیا د المپیک سیالۍ د ۴۷ اسیايي هېوادونو په ګډون سره په ویتنام کې پیلیږي او لس ورخې دوام مومي.

XS
SM
MD
LG