د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

سیمرغ البرز او د عقابان هندوکش فوټبال لوبډلې نن لوبېږي


د افغانستان د فوټبال د غوره‎لیګ سیالیو په لړ کې نن د سیمرغ البرز او د عقابان هندوکش ټیمونه د یو بل پر وړاندې لوبه کوي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر رؤفي ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبه نن مازدیګر پیلیږي او ټيمونه ورته بشپړ چمتوالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ورځ په لوبه کې د شاهین آسمايي د فوټبال ټيم یو د صفر پر وړاندې د میوند اتلانو ټیم ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه .

XS
SM
MD
LG