د لاسرسي لېنکونه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون پنجشنبې د هغه پُل د جوړېدو له بهیره کتنه وکړه چې د کریمیا ټاپو وزمه له روسیې سره نښلوي.

پوتین د کریمیا ښار کرچ ته تللی و او له روسیې سره د کریمیا د نښلولو لپاره د ۱۹ کیلومتره سړک د جوړولو پروژه یې وڅېړله.

هغه وویل چې د دې پُل له جوړېدو سره به د کریمیا د ټرانسپورټ سیسټم په بشپړ ډول د روسیې ټرانسپورټي سیسټم ته ورګډ شي او د کریمیا د اقتصادي ودې امکانات به ډېر کړي.

د کریمیا او روسیې د نښلولو لپاره دا پُل به تر ۲۰۱۸ میلادي کاله بشپړ شي.

په‎دې پروژه کې د ریل ګاډي دوې لیکي او ۴ لینه هاې وې یا لوی سړکونه هم شاملېږي.

XS
SM
MD
LG