د لاسرسي لېنکونه

د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال ولري ګراسیموف پرون پنجشنبې په ترکېه کې د هغه هېواد له لوی درستیز سره د سوریې پر حالاتو خبرې وکړې.

د ترکېې دولتي خبري اژانس اندلو وویل چې جنرال ګراسیموف او د ترکېې د پوځ لوی درستیز په انقره کې سره کتلي دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دې کتنې دواړو خواوو ته موقع ورکړې چې د سوریې وضعیت ښه وارزوي او د اوربند ټینګ ساتلو لپاره لازمې هڅې سره نېږدې کړي.

دې وزارت ویلي چې دواړو جنرالانو د خپلو پوځونو ترمنځ د ډیالوګ او اړیکو پر زیاتولو ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG