د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ریچارډ اولسن وايي، اسلام‎اباد د هغو وسله‎والو پر ضد سمه مبارزه نه کوي چې د افغانانو او امریکا ګټو ته ګواښ جوړوي.

ښاغلي اولسن د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، څو پورې چې پاکستان په خپله تګ‎لاره کې پریکنده بدلون نه وي راوستی د ترورېزم پر ضد به د دغه هېواد مبارزه بریالی نه‎شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ریچارډ اولسن

د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی ریچارډ اولسن

ریچارډ اولسن وویل:

"موږ به له پاکستان په وار- وار غوښتنه کوو چې د حقاني شبکې او طالبانو پر ضد قوي ګامونه واخلي. فکر کوم ځیني نښې شته چې ښيي پاکستان ځیني ګامونه اخیستي دي. خو فکر کوم دا به ښه نه وي چې وویل شي دا ګامونه د وسله‎والو د ځپل کېدو سبب شوي."

د کابل او اسلام‎اباد لپاره د واشنګټن خاص استازي زیاته کړه، سره له دې چې پاکستان په شمالي وزیرستان کې هوايي عملیات ترسره کړي خو د ښاغلي اولسن په وینا دا عملیات کافي نه‎دي.

د سنا د مجلس په دې غونډه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کروکر وویل، پاکستان په فوق‎العاده ډول دوه مخیزه لوبه پرمخ وړي .

نوموړي وویل، پاکستانیان په افغانستان کې د امریکا د ګټو پر ضد کار کوي او د حقاني شبکې ملاتړي دي.

د سنا د مجلس په دې غونډه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کروکر

د سنا د مجلس په دې غونډه کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر باب کروکر

ښاغلي کروکر زیاته کړه:

"له حقاني شبکې څخه د ملاتړ له لارې هغوي په قطعي ډول زموږ د ګټو خلاف کار کوي. دا د امریکايي سرتېرو او د افغان پوځ او خلکو پر وړاندې لوی ګواښ دی."

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغان ځواکونو پرمختګونه وستایل او ویې ویل چې د دې ځواکونو ظرفیتونو د لوړېدو په حال کې دي.

نوموړي وړاندې وویل چې امریکا د افغانستان او هند له نېږدیوالي ملاتړ کوي او له کابل سره د نوي ډیلي پوځي او مالي همکاریو ته د قدر په نظر ګوري.

ریچارډ اولسن وویل، د امریکا، افغانستان او هند ترمنځ د درې اړخیزو غونډو د لړۍ د بیا پیل لپاره کارونه سرته رسیدلي او دا غونډه به راتلونکې اوونۍ نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG