د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

افغان حکومت وايي د سولې هڅې یې په وخت او موسم نه دي تړلي


افغان حکومت وايي، د سولې لپاره یې تل هڅې کړي او هېڅکله یې دا هڅې په وخت او موسم نه دي تړلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي تادامیچي یاماموتو وویل، هیله ده د ژمي په رارسېدو سره د سولې د خبرو لپاره هڅې وشي.

ښاغلي مرتضوي ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د راتلو لپاره د نړیوالو هر ډول هڅې ستايل کیږي خو افغان حکومت په خپله هم تل د دې په لټه کې دی چې ښکېلې خواوې د سولې منلو ته وهڅوي.

مرتضوي: د سولې د راتلو لپاره د نړیوالو هر ډول هڅې ستايل کیږي.
مرتضوي: د سولې د راتلو لپاره د نړیوالو هر ډول هڅې ستايل کیږي.

مرتضوي زیاته کړه:

"د سولې په اړه زموږ لیدلوری په ارزښتونو ولاړ دی نه په وخت او موسم چې په یوه موسم کې سولې ته لیواله و اوسو یا په بل کې نه. په دې برخه کې موږ خپلې هڅې هم کړي دي خو دا چې طالبان په یوه موسم کې سولې ته لیواله کېږي او بل کې جګړې ته دا دې ښکارندويي کوي چې هغوی په سولې باور نه لري."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي تادامیچي یاماموتو د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته وویل، که څه هم طالبانو تر اوسه د سولې د خبرو لپاره هوډ نه دی ښودلی خو هیله ده د ژمي په راتلو سره د سولې د خبرو لپاره هڅې وشي.

تادامیچي یاماموتو زیاته کړه:

"د ولسمشر غني او نړیوالې ټولنې له هڅو سره-سره بیا هم طالبانو تر اوسه د سولې د خبرو لپاره مشخص هوډ نه لري. دا زما هیله ده چې د ژمي په رارسېدو سره چې د جګړې شدت کمیږي طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره لېواله شي."

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

اخوا په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت هم ازادي راډیو ته په یوه برېښنالیک کې لومړی په روان کال کې د ملکیانو د مرګ‎ژوبلې شل سلنه زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او بیا یې د سولې د راتلو لپاره په سیمه ییزو هلو ځلو او ډپلماټیکو هڅو ټینګار کړی دی.

د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو مرکز بیا ټینګار کوي چې د سولې د راتلو لپاره ټولې ژمنې عملي شي او یوازې په خبرو هیڅ هم نه ترلاسه کیږي.

د دغه مرکز د تحقیق ډلې مشر حلیم کوثري د پنجشنبې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دغه توافق مخکې شوی دی. مهمه خبره دا ده چې دا باید تطبیق شي. نو دا که بیا د سولې د خبرو پروسه له سره پيلیږي او ویل کیږي چې دا جدي مسئله ده او دا ځل یې جدي ونیسو. دا خبرې مخکې هم شوي او په دغو خبرو څو کاله تیر شول نو زه فکر نه کوم یواځې له دغو خبرو کوم مهم هدف ته ورسېږو."

ښاغلی کوثري ټینګار کوي چې د افغان سولې د څلور اړخیزو ناستو ټول غړي او په خاصه توګه پاکستان باید اړ ایستل شي چې سوله مننونکي طالب مشران د سولې خبرو ته کینوي او په دې برخه کې ټولې ژمنې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG