د لاسرسي لېنکونه

د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو هوایي ځواک ته څلور MD530 ډوله هلیکوپترې ورکړې.

د افغانستان د هوايي ځواکونو قوماندان ډګرجنرال عبدالوهاب وردګ نن په مزارشریف کې د یوه خبرې ناستې پرمهال وویل چې دا هلیکوپټرې په ۲۲ ولایتونو کې موجودې دي او په لسو ولایتونو کې د جګړې په ډګر ترې عملاً ګټه اخیستل کېږي.

ښاغلي وردګ وویل چې په مجموعي ډول له ۳۵ څخه ډېر MD530 هلیکوپټرې د هوایې ځواکونو په واک کې دي او پیلوټان یې هم په امریکا کې روزل شوي دي.

د ښاغلي وردګ په وینا، له دغو څلورو هلیکوپټرو به د کندز، سرپل او بغلان په جګړو کې کار واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG