د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۱

مینه‌پال: هند مرستې به د افغانانو ژوند کې مثبت تغیرات راولي


ارګ وايي، هندي چارواکو ولسمشرمحمد اشرف غني ته له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

د جمهور رئیس ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د هند مرستې به د افغانانو په ژوند کې مثبت تغیرات راولي.

د جمهور رئیس ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال
د جمهور رئیس ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړه:

"دا سفر په اقتصادي او سیاسي برخو کې د افغانستان لپاره له اهمیته ډک دی، ځکه چې د هندوستان په راتلونکي مرستو کې د هغه هېواد د دویم پړاو مرستې شاملې دي."

جمهور رئیس محمد اشرف غني هندوستان ته په دوه ورځني سفر کې د هغه هېواد مشرانو سره د لیدو کاتو تر څنګ د هند د سوداګرۍ خونې له مسؤلینو او سوداګرو سره هم ولیدل او په افغانستان کې یې د پانګونې د زمینو په اړه ورسره خبرې وکړې.

هغه له هندي سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې د بریښنا د تولید، د اوبو مدیریت، زیربناوو، کرنې او په نورو پراختیایي برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي غني له هندي سیال سره په لیدو کې وړاندیز وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې زیاتېدو لپاره ګډه هوايي کارګو رامنځته کړي څو سوداګر په اسانه خپل مالونه ولیږدولای شي.

د هند جمهور رئیس ویلي چې اوس د افغانستان څخه هره اوونۍ درې پروازونه کېږي خو تمه ده چې زیات شي.

ښاغلي غني له هندي سیال سره په لیدو کې وړاندیز وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ د راکړې ورکړې زیاتیدو لپاره ګډه هوايي کارګو رامنځته کړي
ښاغلي غني له هندي سیال سره په لیدو کې وړاندیز وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ د راکړې ورکړې زیاتیدو لپاره ګډه هوايي کارګو رامنځته کړي

کابل او نوي ډهلي د دې سفر په ترڅ کې د بندیانو د ورکړې، په عدلي قضایي او سوداګرۍ برخو کې د همکارۍ او معلوماتي ټکنالوجی په برخه کې درې تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړل.

په ورته وخت کې جمهور رئیس غني د هند له خصوصي سکتوره وغوښتل چې د هندي باکیفیته درملو د څلورو کمپنیو پروپوزل دې افغان حکومت ته وسپاري.

جمهور رئیس غني د هندي چارواکو سره په لیدو کاتو کې هیله وښوده چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه تر ۱۰ میلیاردو ډالرو ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې هندي چارواکو د جمهور رئیس غني د همدې سفر په ترڅ کې د د بیارغونې او په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه.

د جمهور رئیس ویاند مرستیال دوا خان مینه‎پال د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا مرستې په کومو برخو کې لګول کېږي ازادي راډیو ته وویل:

"دا مرستې د ښوونې او روزنې، برېښنايي حکومتوالی، د هېواد د زیربناوو په جوړولو د افغانستان د ملي پراختیا د پروګرام له لارې لګول کېږي."

افغان ولسمشر د هند د صدراعظم نریندرا مودي په رسمي بلنه د چهارشنبې په ورځ هغه هېواد ته تللی وو او د پنجشنبې په ورځ له غرمې وړاندې بېرته کابل ته راستون شو.

هندوستان په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرسته کړي او په دغه هېواد کې یې مهم زیربنایې کارونه لکه د سلما بند، د ملي شورا ودانۍ، دالارم ـ زرنج سړک او نور بشپړ کړي دي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG