د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

خوستي ځوانان په ښار کې د تفریحي سیمو جوړول غواړي


د پنجشنبې ورځې ماښام د خوست سلګونه ځوانان چې د متون بابا په غونډۍ کې راغونډ شوي وو، د افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې یاده پراخه ساحه دې په تفریحي سیمه بدله کړي.

دوی زیاتوله، خوست ښار وړه ساحه لري او د ښاریانو او ځوانانو د تفریح لپاره ښار ته بله داسې نېږدې سیمه نشته، نو دا چې یاده سیمه له څلوېښتو کلونو راهیسې د ښار په تفصیلي پلان کې تفریحي سیمه ده، ځايي ادارې ته هم لازمه ده چې دا ساحه شنه او د ښاریانو د تفریح لپاره تیاره کړي.

یو شمېر ځوانانو چې ازادي راډیو سره یاده غوښتنه شریکوله ټېنګار وکړ چې دوی به په‎دې سیمه کې له تفریحي پارک پرته د نورو پروژو عملي کولو ته اجازه ورنه‎کړي.

د اسلام الله مسلم په نوم یو تن ځوان په تفریحي سیمې د دې ځای د بدلولو اړتیا داسې په ډاګه کړه:

"دا د خوست یوه تفریحي ساحه ده او موږ ځوانان غواړو چې دا په حقیقت کې په تفریحي ساحه بدله شي، دلته په زرګونه ځوانان راځي تر څو مېلې وکړي، سیل وکړي، دا چې خوست نور سیاحتي ځایونه نه‎لري، دا ځوانان په‎دې هیله راټول شوي دي چې دا ساحه تفریحي پارک وګرځي او د سیلونو او تفریح لپاره یو ځای شي."

د خوست ولایتي شورا غړی قدیم افغان وویل، دې ځای کې د زرګونو ښاریانو او ځوانانو راغونډېدل د تفریحي سیمې د جوړولو اړتیا ښکاره کوي.

نوموړی زیاتوي دا سیمه د حکومت لپاره په یوه عایداتي سرچینه بدلیدلای شي او که تفریحي سیمه شي، نو یو شمېر ځوانانو ته په‎کې د کار او مزدورۍ دایمي زمینه هم برابره شي:

"د خوست ځمکه قیمتي ځمکه ده، د غصب پر ځای باید په یوه تفریحي سیمه بدل شي، تاسو يې وینئ چې نن دلته په زرګونو خلک دې غونډیو ته راختلي دي، دا به د افغانستان لپاره د عوایدو یو ښه ځای وي، د خوست د خلکو لپاره به تفریحي پارک وي او ځینو خلکو ته به په‎کې د کار زمینه مساعده شي، د مرکزي حکومته مو دا هیله ده چې په‎کې یو تفریحي پارک جوړ کړي."

یو بل تن خوستی ځوان هم د نورو ملګرو غوښتنه تکراروي:

"نوم مې اشرف دی د خوست یو تن ځوان اوسیدونکی، که څه هم د خوست ځوانان دې لمر ته هم راځي او دې ځای کې سره راټولیږي، خو دولت د دې پارک جوړولو ته توجه نه‎ده کړې، تر څو د خوستیو ځوانانو لپاره دلته یوه ښایسته سیمه جوړه کړي، تر څو زرګونه ځوانان راشي او په‎دې ځای کې د مینې په فضاء کې میلې جوړې کړي."

مدني فعال سمیع الله لمر هم له افغان حکومته غوښتنه کوي چې د متون غونډۍ سلسلې په تفریحي سیمو بدلې کړي:

"موږ د مرکزي حکومت نه دا غوښتنه ده چې دې ځای ته دې پروژې رامنظورې کړي، موږ ته دې شنه پارکونه جوړ کړي، ځکه چې په خوست کې نېږدې داسې بله د ساعت‎تیری سیمه نشته، د خوست ساحه ډېره تنګه ده، هیله مو دا ده چې داسې پارکونه جوړ کړي چې د خوستیو ځوانانو د هیلو سره برابر وي."

د سردار شیرزي منګل په نوم یو تن خوستی ځوان وايي چې د ازادۍ مینې په شمال لوري کې د متون بابا غونډۍ اوږدې سلسلې دې په تفریحي سیمو بدلې ښي او له یو شین او مجهز پارک سیوا دې په‎دې ځای کې نورې ابادۍ او یا پرمختیايي پروژې نه پلي کېږي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG