د لاسرسي لېنکونه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر پخوانى سناتور رضا محمد رضا وايي، د پاکستان او افغانستان د خرابو اړيکو مسؤل پاکستان دى، ځکه چې وايي پاکستان نه په افغانستان کې ترهګري کوونکي وسله‌وال له خپلې خاورې باسي، نه يې مذاکراتو ته اماده کوي او نه په افغانستان کې د امن او پرمختګ غوښتونکى دى.

ښاغلى رضا وايي، په افغانستان کې د پاکستان بهرنۍ تګ‌لارې په‌خپله پاکستان ته لوى اقتصادي او سياسي زيان اړولى او له انزوا سره يې مخامخ کړى دى.

د ده په وينا پاکستان غواړي چې افغانستان ته له ايران، هند او چين سره د پراخو اقتصادي اړيکو سزا ورکړي.

د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل له ښاغلي رضا محمد رضا سره په ږوب کې د افغانستان او پاکستان د وروستيو اړيکو په اړه يوه تفصيلي مرکه کړې ده:

XS
SM
MD
LG