د لاسرسي لېنکونه

په ملګروملتونو کې د افغانستان استازي د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د هغو تروریستانو مخه دې ونیسي چې د پولي له پورې غاړې زموږ هېواد ته راځي او دلته بریدونه کوي.

محمود صیقل امنیت شورا ته وویل، دې ته اړتیا ده چې ملګري ملتونه د ترورېزم پرضد هڅو ته بیا کتنه وکړي او وګوري چې ستونزې په څه کې دي تر څو حل لاره ولټول شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي بیا د سولې خبرې یادې کړې او ویې ویل، د دې سربېره چې موږ د څلور اړخېزې ډلې په ترڅ کې ډیرې هڅې کړي دي خو پاکستان تر اوسه د ریښتونې سولې لپاره ګامونه نه دي اوچت کړي.

محمود صیقل زیاته کړه چې د افغانستان، امریکا، چین او پاکستان د غونډو د پریکړو له مخې باید اسلام‎اباد د طالبانو پرضد لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG