د لاسرسي لېنکونه

روسیي ځواکونه وایي چې د اسلامي دولت ډلې وسله‎والو د سوریې پر پالمیرا ښار برید ته تیاری نیوه، خو دوی وځپل.

د روسیې خبري اژانسونه د لوړ پوړي پوځي چارواکي ویکتور پوژنیهار په وینا وایي چې الوتکو د سې شنبې په ورځ د پالمیرا شمال کې هغه ځای بمباري کړ چې د داعش وسله‎وال هلته سره راغونډ شوي وو.

پوژنیهار وویل، په دې برید کې دوه سوه پنځوس وسله‎وال وژل شوي او د هغوی پنځلس پیک اپ موټر او وسلې له منځه تللې دي.

دې روسیي چارواکي وویل چې د امریکا او روسیې له لوري په سوریې کې د سېپټمبر په دولسمه نېټه له شوي اوربنده تر اوسه ۶۰ ځله یاغیانو سرغړونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG