د لاسرسي لېنکونه

د قرغزستان یوې محکمې دوه ښځې په سوریه کې داعش ډلې ته د یوې ځوانې ښځې د استخدامولو د هڅې په تور زنداني کړې.

د جنوبي سیمې جلال‎اباد محکمې ۵۵ کلنه مخایره خان حکیم ژنوا او ۳۰ کلنه نرګس خان رحیم ژنوا په ۶ او ۷ کلونو بند محکومې کړي دي.

محکمې ویلي دې دواړو ښځو د انټرنټ له لارې داعش ته د یوې ځوانې نجلې د استخدامولو هڅه کړې ده.

پلټونکو ویلي چې د رحیم ژنوا ورور دا مهال په سوریه کې د داعش په لیکو کې جګړه کوي.

په دې وروستیو میاشتو کې د پخواني شوروي اتحاد په ګڼو جمهوریتونو کې لسګونه کسان په عراق او سوریه کې داعش ډلې ته د ځوانانو د استخدامولو په تور زنداني شوي دي.

XS
SM
MD
LG