د لاسرسي لېنکونه

د کابل د دهمزنګ څلور لارې ته نېږدې د نن سهار په چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د کابل پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه شاوخوا اته بجې د پولیسو په یوه رنجر موټر پسې د نښلول شوي بم په واسطه شوې ده.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسؤلیت پر غاړه نه‎دی اخستی.

کابل په دې وروستیو اوونیو کې د دولت د وسله‎والو مخالفانو د ځانوژونکو، وسله‎والو او بمي بریدونو شاهد دی.

XS
SM
MD
LG