د لاسرسي لېنکونه

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک یو د چټک سرعت لرونکې کښتۍ فعاله کړې چې د هلیکوپټر او سل کسانو د انتقال وړتیا لري.

ایراني رسنیو پرون وویل، دا کښتۍ ۵۵ متره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالی لري چې کولای شي ملکي هلیکوپټرې انتقال کړي.

پر دې کښتۍ د ایران د مذهبي مشر ایت‎الله علي خامنه‎يي تصویرونه او د امریکا ضد شعارونه لیدل کېږي.

د دې کښتۍ د پرانیستې په مراسمو کې د ایران د انقلاب ساتونکو سمندري ځواک قومندان علي فدوي په خلیج کې د امریکا حضور وغانده او ویې‎ویل چې دلته د امریکا حضور د بې امنیتۍ او بې قانونۍ سرچینه ده.

فدوي ونه‎ویل چې ایا دا کښتۍ په وسلو سمباله ده او کنه.

XS
SM
MD
LG