د لاسرسي لېنکونه

په جوزجان کې د پولیسو او وسله‎والو طالبانو تر منځ وسله‎واله نښته کې پرون سه شنبه ماښام د سیمه‎ییزو پولیسو یو قوماندان او دوه وسله‎وال طالبان ووژل شوو.

د جوزجان امنیه قوماندان ازادي راډیو ته وویل چې د سیمه‎ییزو پولیسو قوماندان عبدالطیف د فیض‎اباد ولسوالۍ د یو شمېر پوستو مشر وو.

قوماندان عبدالطیف ماښام د خپل کار سیمې ته په لاره کې د وسله‎والو طالبانو په حمله کې زخمی شوی و او د جوزجان د امنیه قوماندان رحمت‎الله ترکستاني په وینا، بلخ ته د درملنې لپاره تر رسېدو مخکې یې ساه ورکړه.

وسله‎والوطالبانو تر اوسه په دې جګړه کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG