د لاسرسي لېنکونه

په سرپل کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي په دې ولایت کې د ۱۳۰ وسله‎والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې قول اردو ویاند نصرت‎الله جمشیدي پرون سه شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دا کسان د دې ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د "نوید ۱۵" په نوم پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي. د هغه په وینا، په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وسله‎وال زخمیان دي.

طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۰ ورځې مخکې پوځي عملیات پیل شوي چې لا هم دوام لري.

د جمشیدي په وینا، ۲۰۹ شاهین قول اردو د سرپل په کوهستانات ولسوالۍ کې هم د وسله‎والو طالبانو پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو پر پلان کار کوي. کوهستانات ولسوالۍ وسله‎والوطالبانو نیولې ده.

XS
SM
MD
LG