د لاسرسي لېنکونه

د کابل او جلال‎اباد تر منځ لویه لاره بنده ده.

د لغمان د والي ویاند پرون سه شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د شدیدو بارانونو له امله، د سروبي په ساحه کې د غره یوه برخه نړېدلې او ډبرو یې سرک بند کړی دی.

د چارواکو په وینا، پر دې لار موټر یوازې تر تنګي ابرېشمه تګ راتګ کولائ شي.

خو د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي چې له لارې د ډبرو د لیرې کولو کار پیل شوی او هڅې روانې دي چې دا لار د موټرو لپاره ژر خلاصه شي.

XS
SM
MD
LG