د لاسرسي لېنکونه

د اوکراین حکومت وايي چې له بېلتون غوښتونکو وسله‎والو سره په نښتو کې پرون سه شنبه د دې هېواد ۳ عسکر وژل شوي او ۱۵ زخمیان دي.

د اوکراین د پوځ ویاند څرګنده کړه چې له دوشنبې راهیسې په ختیځو ښارونو لوهانسک او دونیسک کې د دوی او د روسیې د پلویانو بېلتون غوښتونکو تر منځ جګړه روانه ده.

په دونیسک کې بېلتون غوښتونکو ویلي چې ۳ وسله‎وال‎یې په دې نښتو کې وژل شوي دي.

د اوکراین په ختیځ کې تېره میاشت د اوربند موافقه شوې وه.

داسې ګڼل کېږي چې د فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه د اوکراین پلازمېنې کیف ته ولاړ شي او په سیمه کې د اوربند ټینګولو هڅې وکړي.

XS
SM
MD
LG