د لاسرسي لېنکونه

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دې مېستورا په هغه هېواد کې د جګړې د کمېدو خبر ورکړ.

دې مېستورا وویل چې د دوشنبې په ماښام د اوربند له اعلانه راهیسې، وضعیت د ښه کېدو په لور روان دی.

سټیفن دې مېستورا پرون سه شنبه په ژنیو کې خبري غونډې ته وویل: "د حلب په ګډون د سوریې په لویو ښارونو کې زموږ سرچینې وايي چې وضعیت د پام وړ ښه شوی دی. هوايي حملې نه‎دي شوي او په دمشق کې هم کراري وه، خو دمشق ته په نېږدې سیمه حرستا کې د وسله‎والو نښتو خبر رارسېدلی دی. "

په سوریه کې د دوشنبې په ماښام، د امریکا او روسیې د موافقې پر اساس اوربند اعلان شو.

XS
SM
MD
LG