د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

شهیم: افغان پلاوی هند ته په خپل سفر کې د وسلو غوښتنه نه‎کوي


د افغانستان د پوځ لوی درستیز وايي، له هنده‎یې د وسلو غوښتنه نه‎ده کړې.

نوې ډېلي ته د ولسمشر محمد اشرف غني د دوه ورځني سفر او له هندي چارواکو سره د هغه خبرو ډېر جزئیات نه‎دي خپاره شوي.

خو د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم‎شاه شهیم وویل چې دوی له هندوستانه د سپکو او درنو وسلوغوښتنه نه‎ده کړې او څرګنده‎یې کړه چې ښاغلی غني نوې ډېلي ته په خپل سفر کې له هندي چارواکو وسلې نه‎غواړي.

ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني نن نوې ډېلي ته ولاړ شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ښاغلی غني به له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو خبرې وکړي.

افغان ولسمشر نن هند ته سفر کوي او پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو به خبرې وکړي.
افغان ولسمشر نن هند ته سفر کوي او پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو به خبرې وکړي.

قدم‎شاه شهیم چې څو ورځې مخکې هند ته تللی او هلته‎یې د ځمکنیو اوسمندري ځواکونو له لوړ رتبه مشرانو سره کتلي، وايي چې د افغانستان د پوځ د وسلو تخنیک له هندي وسلو سره فرق لري.

ښاغلی شهیم زیاتوي:

"موږ له هند سره تر اوسه د توپونو او ټانکونو پر غوښتنه خبرې نه‎دې کړي ځکه له موږ سره د وسلو په تشکیلاتو کې د امریکا متحده ایالات او ناټو مرسته کوي. موږ د تعلیم او تربيې، د ناروغانو د درملنې او پوځي تجربې د شریکولو او ګډو پوځي تطبیقاتو خبرې کړي خو د وسلو خبره نه‎ده شوې ځکه د هندي وسلو تخنیک زموږ له اوسنیو وسلو سره فرق لري. خو زموږ د اړتیا په صورت کې د بحث وړ موضوع ده او خبرې ورباندې کېدلائ شي."

د روېټرز خبري اژانس په حواله، داسې ګڼل شوې وه چې لوی درستیز قدم‎شاه شهیم د اګست په وروستیو کې هند ته په خپل سفر کې، د پوځي تجهیزاتو هغه لېست هندي لوري ته وړاندې کړی چې د امریکا له پوځ سره د مشورې پر اساس‎یې جوړ کړی دی.

روېټرز همداراز په نوې ډېلي کې د افغانستان د سفیر شیدا محمد ابدالي په حواله خبر ورکړی و چې هند به له ترورېزم سره په مبارزه کې، له افغانستان سره د مرستې لپاره دې هیواد ته زیاتې وسلې ورکړي.

ابدالي: هند به ترورېزم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته وسله ورکړي.
ابدالي: هند به ترورېزم سره د مبارزې لپاره افغانستان ته وسله ورکړي.

شیدا محمد ابدالي روېټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې هند به دا کار د پاکستان اندېښنې ته له پاملرنې پرته کوي ځکه چې د هغه په وینا، سیمه‎ییز امنیت د خرابېدو په حال کې دی او د افغانستان امنیتي ځواکونه له وسله‎والو طالبانو او نورو ډلو سره د مبارزې لپاره وسلو او پوځي تجهیزاتو ته سخته اړتیا لري.

خو د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم‎شاه شهیم وویل چې له هنده‎یې یوازې د الوتکو د ترمیم لپاره د پرزو غوښتنه کړې ده.

قدم‎شاه شهیم وايي:

"هغه پرزې چې د ناټو په غړو هېوادونو کې نه پیدا کېږي او زیاتې له روسیې سره دي، موږ له هند سره خبرې کړي چې راته برابرې یې کړي نو هغوي به له روسيې سره هم خبرې وکړي. دا پرزې موږ د خپلو هغو الوتکو د ترمیم لپاره کارولائ شو چې په روسي سیسټمونو برابرې دي."

هند د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته لږ تر لږه ۲ میلیارده ډالر له افغانستان سره اقتصادي مرسته کړې ده. نوې ډېلي د تېر کال په ډسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې افغانستان ته څلور «Mi-۲۵» جنګي هليکوپټر ورکوي. دا اول وار وو چې هند له افغانستان سره د جنګي وسایلو کمک اعلان کړاو ۳ هليکوپټر یې په فبروري کې د افغانستان ملي اردو ته ورسېدل.

نوې ډېلي تېر کال ډسمبر میاشت کې افغانستان ته درې «Mi – ۲۵» هلیکوپټرې ورکړې.
نوې ډېلي تېر کال ډسمبر میاشت کې افغانستان ته درې «Mi – ۲۵» هلیکوپټرې ورکړې.

هند ته د ولسمشر محمد اشرف غني تر سفر مخکې داسې رپوټونه خپاره شوي و چې ښايي له هندي چارواکو د سپکو او درنو وسلو د غوښتنې پر اساس، په دې اړه د هند د صدراعظم نرېندرا مودي له لوري ژمنې هم ترلاسه کړي.

دې ته په اشاره، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او هند تر منځ د پوځي اړیکو د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

خو په کابل کې د هند سفیر من پریت ووهرا پرون ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان دا اندېښنه د پوښتنې وړ ده.

ښاغلي ووهرا وویل، هند او افغانستان خپلواکې بهرنۍ کړنلارې لري، خپلو خلکو ته د خدمت لپاره د اړیکو پراختیا ته کار کوي او دا د پاکستان حق نه‎دی چې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړي.

XS
SM
MD
LG