د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

هيلري کلینټن د ناورغي له امله د کمپاين غونډې ځنډولي


د امریکا ولسمشرۍ ته د ډیموکراټ ګوند نوماندې هيلري کلینټن په کليفورنيا کې د کمپاين غونډې ځنډولي دي ځکه ډاکټرانو ويلي دا د سکاروي په ناروغي اخته ده.

د ډیموکراټ ګوند له‎خوا د امریکا ولسمشرۍ ته نوماندې هيلري کلنټن تائيد کړه چې په امريکا کې د سیپټمبر يوولسمې په حملو کې وژل شويو په ياد غونډه کې يې سر وڅرخېد او خپل توازن يې له لاسه ورکړ خو اوس بېرته ښه شوې ده.

کلینټن نيويارک کې له دغې يادغونډې چې په پراخه هوا کې جوړه شوې وه او ګرمي هم وه، ووتله او په خپل موټر کې کښېنسته.

دې وويل چې په موټر کې هوا سمه وه او د دې وضعیت ښه شو.

دې د دوشنبې په ورځ سي اين اين تلويزيون ته د مرکې پر مهال ويلي:

"زما سر څرخېد او توازن مې د يوې دقيقې لپاره له لاسه ورکړ. کله چې په موټر کې کښېنستم، هلته هوا نسبتاً سړه وه او اوبه مې وڅښلې نو سمدستي ښه شوم."

کلینټن زياته کړه چې غواړي دا خبره ژر تر ژره تېره شي او خپل کمپاین ته په اشاره يې ويلي چې غواړي بېرته خپلو کارونو ته په دوو درېيو ورځو کې دوام ورکړي.

د دې ناروغي له کبله هیلري کلینټن اړه شوه چې په کليفورنيا کې د سیپټمبر د دولسمې او ديارلسمې د کمپاين غونډې وځنډوي.

کلینټن ویلي چې د خپل سکاروي د ناروغۍ خبره يې سمدستي نه وه اعلان کړې ځکه فکر يې کاوه دومره لويه خبره نه ده.

هیلري کلینټن ویلي چې پخوا يې هم داسې روغتيايي وضعيت خراب شوی دی.

د کلینټن د ژوند ملګری د امریکا پخواني ولسمشر بل کلینټن پي بي ايس تلويزيون ته ويلي چې مېرمن يې د اوبو له کمي سره مخامخ شوې وه خو د ده په وينا دا نوې خبره نه ده ځکه مېرمنې يې په نه ستړې کېدونکې توګه کار کړی دی.

د هیلري کلینټن روغتيايي وضعيت خلک اندېښمن کړي دي خو دا او د ژوند ملګری يې دواړه خلکو ته باور ورکوي چې د دې روغتيايي وضعيت اوږدمهاله ستونزه نه پېښوي.

په ۲۰۱۲میلادي کال کې هم هیلري کلینټن هغه وخت بې هوښه شوې وه چې د معدې په ويروس اخته شوې وه.

ډاکټرانو وروسته وويل چې دوی د هیلري کلینټن په مغزو کې د وينې لوټه موندلې خو وروسته يې ورته وويل چې روغتيايي وضعيت يې بيخي سم دی.

دغه اوازې تر اوسه دوام کوي او د دې سياسي مخالف او ولسمشرۍ ته د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ويلي چې ښايي هیلري کلینټن مغزي سرطان لري او يا هم په پارکنسنز ناروغي اخته وي.

XS
SM
MD
LG