د لاسرسي لېنکونه

د ورکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان مشر ماما قدير بلوڅ د اختر په لومړې ورځ هم خپل احتجاج ته دوام ورکړ او اختر يې د تورې ورځې په توګه ولمانځله.

قدير بلوڅ وايي، د ده په شمول د هر ورک بلوڅ په کورنۍ کې په اخترونو کې ماتمي فضا وي، ځکه چې وايي ځوانان يې په جبري توګه لادرکه کړاى شوي، نو دوى به څنګه اختر په خوشحالۍ ولمانځي.

د ورکو بلوڅانو د موندنې لپاره د کوټې د پريس کلب څنګ ته جوړ شوى احتجاجي کېمپ د لوى اختر په لومړې ورځ هم پرانېستى وو او د ماما قدير بلوڅ په شمول د ورکو بلوڅانو د کورنيو ځينو نور کسان هم په‎کې ناست وو او د اختر لومړې ورځ يې د تورې ورځې په توګه ولمانځله.

ماما قدير بلوڅ وايي:

"د اختر ورځ اسلامي جشن دى خلک خوشحالي کوي، د اختر قرباني کوي او نوي کالي اغوندي، خو موږ د بلوچستان خلک ځینې بې برخې يو، ځکه هرکال موږ د اختر په ورځ هم احتجاج کوو، نن مو هم د اختر ورځ په تورې ورځې جوړه کړې ده او ناست يو."

ماما قدير بلوڅ د ورکو بلوڅانو د موندنې لپاره له کوټې تر کراچۍ او بيا اسلام اباده پورې پياده لاريون هم وکړ او امريکا ته يې هم سفر وکړ چې وايي، هلته يې د ملګرو ملتونو او د بخښنې د نړيوال سازمان دفترونو ته د ورکو بلوڅانو لېست هم ورکړ، خو وايي په جبري توګه د ورکو شويو بلوڅانو په شمېر کې ورځ تر بلې زياتوالى راځي.

د کومو بلوڅانو د جبري ورکېدنې ادعا چې کېږي، پر هغوى تور دى چې په پاکستان ضد اعمالو کې يې لاس درلود.

ماما قدير وايي، هر څه چې وي د پاکستان اساسي قانون ته په پام سره هېڅوک يې هم له محکمې پرته د وړلو او شکنجه کولو حق نه لري.

دی وايي:

"که دوى د پاکستاني مملکت خلاف کار کوي يا پاکستان ضد وي پاکستان يو ايين او قانون لري د هغه له مخې بايد محکمې ته وړاندې کړل شي او محکمه يې سزا کړي، نور څوک څه حق لري چې شپاړس، لس، پينځلس کاله يې په غيرقانوني توګه په بند کې وساتي."

په دې وروستيو کې د بلوچستان اکثرو بلوڅ مېشتو سيمو کې د کومبنک په نامه د پلټنې عمليات کېږي چې په‎کې وخت په وخت د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو د وژنې ادعا هم کېږي.

ماما قدير وايي، په دغو عملياتو کې هم ډېر خلک نيول شوي او لادرکه کړاى شوي دي چې وايي، بايد را خوشې شي او په سيمو کې يې عمليات پاى ته ورسېږي:

"پر بلوڅانو باندې ظلم او جبر بايد بند شي، عمليات بند شي، زموږ خلکو جبري ورکېدنې بندې شي، هدفي وژنې يې بندې شي، د همدې لپاره زموږ احتجاج دوام لري او تر هغه وخته به دوام ولري چې ورک خلک مو نه وي موندل شوي."

د ورکو بلوڅانو لپاره د غږ پورته کوونکي سازمان د شمېر له مخې له ٢٠٠٢م کاله راهيسې په تېرو ۱۴ کلونو کې شاوخوا ٣٥٠٠٠ کسان په مرموز ډول ورک دي چې وايي، په هغوى کې تر ٨٠٠٠ زيات کسان وژل شوي او خراب شوي مړي يې په بيابيانونو کې غورځول شوي دي، خو د بلوچستان د داخله چارو وزارت د ورکو بلوڅانو شمېر په رسمي توګه ډېر لږ او يوازې څو سوه يادوي چې وايي قضيه يې د پاکستان په ستره محکمه کې تر څېړنې لاندې ده.

د بلوچستان حکومت وياند انوار الحق کاکړ خو دا تور هم پورې کوي چې وايي کوم کسان چې د ورکو خلکو په ليست کې شامل کړاى شوي دي، هغه ورک نه دي، بلکې په افغانستان کې په وسلوالو کېمپونو کې روزنه تر لاسه کوي.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG