د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

د ننګرهار پخواني امنیه قوماندان جنازه خاورو ته وسپارل شوه


د ننګرهار د پخواني امنیه قوماندان زړور زاهد جنازه نن د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

۴۱ کلن زړور زاهد د تېرې یکشنبې په ورځ د ننګرهار حصارک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د هغه د جنازې په ځانګړو مراسمو کې چې د پوځي پریډ په بڼه جوړ شوی و، افغان ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې اشرف غني جنازې ته اوږه ورکړې.

زړور زاهد چې شاوخوا ۲۳ کاله یې د افغانستان په ملي پولیسو کې کار کړی و، چارواکو یې د کارستاینه کړې ده.

هغه له ننګرهار مخکې په میدان وردګو او غزني ولایتونو کې د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه.

XS
SM
MD
LG