د لاسرسي لېنکونه

اروپایي اتحادیه وایي، په بیلاروس کې د تیرې یکشنبې د ورځې پارلماني انتخابات ښیي چې دا هېواد پراخو انتخاباتي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د اپوزیسیون دوو څېرو د پارلمان څوکۍ ګټلي چې دا په شلو کلونو کې اول ځل دی چې د اپوزیسیون غړي پارلمان ته لاره پیدا کوي.

خو له دې سره-سره د دغه هېواد لپاره د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د څارونکي مؤقت ماموریت مشر کینت هارستید ازادي راډیو ته د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه ترسره شوي انتخابات نه شفاف او نه هم عادلانه و.

د اروپایي کمېسیون ویاند پرون په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې دغه انتخابات په دې هېواد کې د پراخو انتخاباتي اصلاحاتو اړتیا په ډاګه کوي چې هغه به له نړیوالو شریکانو سره د پراخې ډموکراټیکې پروسې په ترڅ کې مخ ته وړل کېږي.

XS
SM
MD
LG