د لاسرسي لېنکونه

د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هیلري کلینټن تائید کړه چې د سېپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو د یاد په مراسمو کې یې سرڅرخیدلی او تعادل یې له لاسه ورکړی و. خو وایي، ډېر ژر بېرته روغه شي او اوس ډېر ښه احساس کوي.

کلینټن نیویارک کې له دغو مراسمو چې په خلاصه فضا کې جوړ شوي و، له وخته مخکې خپل موټر ته ختله چې خپل تعادل یې له لاسه ورکړ.

دا وایي، کله چې په موټر کې دننه کښیناسته او د ایرکنډیشن هوا ورته ورسېده بېرته ښه شوه.

کلینټن له سي ان ان ټلویزون سره پرون په مرکه کې وویل چې له یوې ورځې استراحت وروسته ځان ښه احساسوي.

هغې ویلي چې د خپل ډاکټر سپارښتنې ته یې پام نه وکړی چی د سینه‎بغل د ناروغۍ له تشخیص وروسته یې ورته ویلي و چې پنځه ورځې استراحت وکړي.

هغې ویلي چې په څو راتلونکو ورځو کې به بېرته خپل کمپاین پیل کړي.

XS
SM
MD
LG