د لاسرسي لېنکونه

هغه اوربند چې په سوریه کې نافذ شوی د لومړې ورځې په تیرېدو سره مراعات شوي دي.

دغه اوربند چې د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې له‎خوا رامنځ‎ته شوې، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرجان کري یې د یوې متحدې سوریې لپاره وروستی چانس بللی دی.

د سوریې د بشري حقونو ډلې چې دفتر یې بریتانیا کې دی، پرون ناوخته وویل چې د لمر په پریوتو سره چې اوربند نافذ شوی، تقریباً د جګړو په ټولو کرښو کې ارامي وه.

کري واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا به تر وخت مخکې وي چې یوه نتیجه واخيستل شي خو هغه راپورونه چې ده ته د اوربند له ټینګېدو دوه ساعته وروسته رسېدلي د دې څرګندونه کوي چې په شخړو کې کموالی راغلی دی.

د اوربند له ټینګېدو سره-سره د حکومتي ځواکونو او یاغیانو له‎خوا په حما ولایت او دمشق کې د خال خال ډزو راپورونه ورکول شوي دي.

XS
SM
MD
LG