د لاسرسي لېنکونه

پاکستان او روسیه به د روان کال په پای کې د لومړي ځل لپاره ګډ پوځي تطبیقات ترسره کړي.

دا به په جنوبې آسیا کې چې د اسلام‎اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې ساړه شوي، د یوه نوي پړاو پیل وي.

یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي اکسپرس تربیون ورځپاڼې ته وویل چې په دغو پوځي تمرینونو کې به د دواړو لورو شاوخوا دوه سوه پوځي پرسونل ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند نفیس ذکریا آزادي راډیوته د دغو تطبیقاتو خبره تائید کړه او هغه یې له روسیې سره د خپل هېواد د اړیکو د پیاوړي کېدو یوه برخه وبلله.

هغه وویل، دواړه هېوادونه په مختلفو برخو کې سره نېږدې شوې دي.

د اسلام‎اباد او مسکو ترمنځ په داسې حال کې اړیکې پیاوړي کېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو د پاکستان له ستر سیال هند سره اړیکو ته پراختیا ورکړې ده.

متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې له هند سره لوی دفاعي او اقتصادي تړون لاسلیک کړ او تېره میاشت نوي ډیلي ته په سفرکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کري پر پاکستان سخت انتقاد وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل، له روسیې سره د اړیکو پیاوړتیا په سیمه کې د وروستیو بدلونونو نتیجه ده او پاکستان دې ته اړتیا لري چې له خپلو ګاونډیانو سره اړیکو ته پراختیا ورکړي.

XS
SM
MD
LG