د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د بټي‎کوټ ولسوالۍ د درېيم فارم په سيمه کې عمليات ترسره کړي چې په پایله کې د زرقاوي په نوم د طالبانو د يو قوماندان په ګډون شپږ وسله‎وال طالبان وژل شوي او يو بل ژوندى نيول شوى دى.

چارواکي همدا راز وایي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې يو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تراوسه د دې عملياتو په تړاو رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.

XS
SM
MD
LG