د لاسرسي لېنکونه

د امریکا جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي، هیله لري چې په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند کاندیده هیلري کلينټن ډېر ژر جوړه شي او له ده سره په ګډه ټلویزیوني مناظره کې برخه واخلي.

د دواړو کاندیدانو ترمنځ ټلویزیوني مناظره د سيپټمبر په ۲۶ مه نېټه کېږي.

د ډیموکراټ ګوند کاندیده هیلري کلینټن سینه بغل نیولې او ناروغه ده.

هغه له دې امله د یکشنبې په ورځ نیویارک ښار کې د سیپټمبر د ۱۱ د حملې د قربانیانو په یاد له جوړې شوې غونډې، ولاړه.

د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ پرون دوشنبې له یوه ناڅرګنده ځايه، په ټیلیفوني مرکه کې د امریکا [فاکس نیوز] ټلویزیون ته وویل:

"هیله لرم چې هیلري کلینټن ډېر ژر ښه شي او انتخاباتي مبارزې ته راشي. هیله لرم چې را روانه مناظره کې به یې ووینم."

رپوټونه وايي چې هیلري کلینټن د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل ټول ټاکنیز پروګرامونه د دوو ورځو لپاره لغوه کړي دي.

د کلینټن همکارانو ویلي چې د هغې صحت ډېر ښه شوی دی.

XS
SM
MD
LG