د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار د مخکني امنیه قوماندان، زړور زاهد مړی به نن سې شنبې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، د زړور جنازه به ماسپښين د سردار محمد داودخان له روغتونه د ترخیلو ولسوالۍ ته ولېږدوله شي.

زړور زاهد ۴۱ کلن و او د یکشنبې په ورځ د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو. د افغانستان حکومت دا پېښه لویه ضربه بللې ده.

زړور زاهد لږ تر لږه ۲۳ کاله د افغانستان په ملي پولیسو کې کار کړی و.

هغه ننګرهار ته تر رسېدو مخکې د میدان وردګ او غزني د امنیه قوماندان په توګه کار کړی و.

XS
SM
MD
LG