د لاسرسي لېنکونه

د ارزګان امنیتي چارواکي وايي، د ترینکوټ ښار امنیت ټینګولو لپاره پوځي عملیات به جاري وي.

وسله‌والو طالبانو تېره اوونۍ پر ترینکوټ پراخه حمله وکړه او ان د ښار ځیني مرکزي برخو ته ورسېدل.

خو د ارزګان والي محمد نذیر خروټي پرون دوشنبې خلکو ته ډاډ ورکړ چې له روانو پوځي عملیاتو سره به د ټول ولایت امنیتي وضعیت ښه شي.

پر ترینکوټ د وسله‌والو طالبانو تر حملې وروسته، د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د عملیاتو لپاره ارزګان ته ورغی.

جنرال عبدالرازق ویلي چې له وسله‌والو طالبانو د سیمې له پاکولو پرته به کندهار ستون نه شي.

رپوټونه وايي چې ترینکوټ ښار لا هم د وسله‌والو طالبانو له نفوذه په بشپړ ډول نه‌دی پاک شوی.

XS
SM
MD
LG