د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

بشار الاسد وايي ټوله سوریه به بیا تر خپله واکمني لاندې کړي


د سوریې ولسمشر بشار الاسد یو وار بیا ژمنه وکړه چې ټول هېواد به بیا تر خپله واکمني لاندې کړي.

بشارالاسد دا وینا پرون دوشنبې وکړه چې د سوریې له دولتي ټلویزیونه هم خپره شوه.

بشارالاسد پرون د دمشق په څڼډه کې د "درایا" سیمې ته چې په وروستیو کې د سوریې دولتي ځواکونو نیولې، ورغلی و.

هغه د خپل رژیم پرمخالفانو غږ وکړ چې د مذاکرو لار ورته خلاصه ده .

د سوریې ولسمشر د "درایا" په جومات کې د اختر تر لمانځه وروسته په وینا کې وویل چې حکومت یې غواړي او هڅه کوي چې ټولې سیمې د هغه په وینا له " تروریستانو" بېرته ونیسي.

بشارالاسد وویل چې حکومت یې په وروستیو کلونو کې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی.

بشارالاسد په جګړه ځپلې "درایا" کې پر ویجاړو سرکونو او له خلکو تشو کوڅو کې وګرځېد.

هغه وویل:

"موږ د سوریې له ولسه غواړو چې د روغې جوړې د بهیر مشري وکړي. کله چې دا خبره کوو، باید څرګنده کړو چې د سوریې زیات خلک پر خپل هېواد مئین دي. خو یو شمېر خلک د وسله‎والو ډلوتر ولکې لاندې سیمو کې اوسي، هغه ډلې چې په‎دې هېواد بې اتفاقي غواړي. خو دا خلک متفاوت دلایل لري. کله پر دولت کافي باور نه لري او کله له وسله‎والو ډلو وېریږي. خو له‎دې سره هم، د وروستیو کلونو تجربې څرګنده کړې چې د سوریې حکومت له ټولو ډلو سره خپلې ټولې وعدې ترسره کړې. زموږ حکومت به د اړتیا تر وخته د خپلو پوځیانو پیاوړي کول جاري وساتي خو د روان خونړي وضعیت د ښه کولولپاره هڅې به هم کوي."

په سوریه کې تېره شپه د روسیې او امریکا له موافقې سره سم اور بند شو.

اوربند د بشارالاسد د رژیم او د رژیم د مخالفو ډلو ترمنځ اعلان شوی چې د داعش وسله‎وال او د النصره ډله نه په‎کې شاملېږي.

د اوربند موافقه په ژنیو کې تر پراخو مذاکرو وروسته د امریکااو روسیې د بهرنیوچارو د وزیرانو په حضور کې وشوه.

د اوربند موافقه په ژنیو کې تر پراخو مذاکرو وروسته د امریکااو روسیې د بهرنیوچارو د وزیرانو په حضور کې وشوه.
د اوربند موافقه په ژنیو کې تر پراخو مذاکرو وروسته د امریکااو روسیې د بهرنیوچارو د وزیرانو په حضور کې وشوه.

دواړو هېوادونو ویلي چې د اعلان شوي اوربند ترڅنګ به د داعش او النصره جبهې د وسله‎والو پر ضد هوايي عملیات جاري وساتي او زیات به یې کړي.

د دمشق په څنډه کې پرته سیمه "درایا" چې بشارالاسد ورغلی و، په وروستیو کې د سوریې دولتي ځواکونو ونیوه .

دا سیمه ډېره موده تر محاصرې لاندې وه .

درایا د یو شمېر وسله‎والو له تسلیمېدو او د ځیني نورو د تېښتې له امله حکومتي ځواکونو ته پاتې شوه.

د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري مرستو یو شمېر خپلواکې ادارې اټکل کوي چې په سوریه کې په وروستۍ پینځه کلنه جګړه کې ښايي تر ۲۵۰ زره زیات وګړي وژل شوي او ۱۱ میلیونه نور بې کوره شوي دي.

XS
SM
MD
LG