د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

کابل ښار کې د اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نیول شوي


د لوی اختر په رارسېدو په کابل کې ښار کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

کابل ښاریان له امنیتي تدابیرو د خوښې ترڅنګ پر ټولو هېوادوالو غږ کوي چې د امنیت په ټینګښت کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د کابل ښار د شاه شهید په سمیه کې د پولیسو چک پاینټ په منظمه توګه موټرونه تلاشي کوي.

کابل ښاریان وايي، خوښ دي چې پولیس د اختر په ورځو کې هم د دوی لپاره په واټونو کې ولاړ دي.

دوي وايي، د امنیتي ځواکونو د هڅو او زیار له کبله یې په ارامه فضا کې د اختر لمونځونه وکړل.

دوی زیاته کړه:

"دا ښه کار دی پولیس زه ودرولم تلاشي یې وکړه دا ډېر ښه کار دی موږ پرې خوشحاله یو خفه نه یو."

"هغه پولیس چې په واټونو کې موظف شوي خپلې دندې په ښه توګه ترسره کوي."

د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په شپیتو سیمو کې یې امنیتي چک پاینټونه جوړ کړي څو خلک په ارامه فضا کې د اختر خوښۍ ولمانځي.

د کابل ښار د دریمو مکروریانو یو تفریحي پارک چې ګڼ شمېر ماشومان په کې په لوبو له لوی اختر څخه لمانځه ازادي راډیو سره خبرو کې د ورته پارکونو جوړولو غوښتنه وکړه:

"دی دلته د مستۍ او ساعترۍ لپاره راغلی یم او غواړم چې نور هم همداسې پارکونه جوړ شي."

خو د ښار په ځینو برخو کې داسې ماشومان هم شته چې د اختر د خوښیو د لمانځلو پرځای په کتارونو کې ددې لپاره ولاړ وو چې ګوندې که څوک د قربانۍ خوښه ورکړي.

دوی په وړه ژبه له شتمنو غواړي چې په اخترونو کې له بې وزلو سره مرسته وکړي:

"موږ غربیان یو په کرایي کور کې کینو مالداران قرباني کوي دلته راغلي یم چې غوښه راته راکړې، له مالدارانو مې غوښتنه دا ده چې له غریبو سره مرسته وکړي څو خدای هم ترې راضي او خلک هم ترې راضي شي."

افغانان هم د نړۍ د نورو مسلمانانو په څیر هر کال کمکی او لوی اختر د یوه مذهبي جنشن په توګه لمانځي خو نا امنۍ او ناسم اقتصادي وضعیت ددغه دیني جنش پر ښه لمانځلو منفي اغیز پریښی نه دی.

کابل کې د لوی اختر لومړۍ ورځ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:34 0:00

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG