د لاسرسي لېنکونه

راپورونه وايي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند کاندیده هیلري کلینټن په ناڅاپي توګه له هغو مراسمو وتلې چې د سپټمبر د یولسمې نېټې د بریدونو د پنځلسمې کلیزې په مناسبت جوړ شوي وو.

راپورونه وايي، نوموړې چې له غونډې وتله ظاهراً لړزانده ښکارېده چې دې پېښې د هغې د روغتیا په اړه اوازې ډېرې کړي دي.

مېرمن کلینټن د ولسمشر بارک اوباما په شمول د هغو ګڼو چارواکو سره یو ځای په هغو مراسمو کې وه چې په نیویارک کې د سیپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو په درناوی جوړ شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو دا پخوانۍ وزیره په غونډه کې له نوي دقیقې تېرولو وروسته ووتله او په هغو ویډیو کې چې ورته نژدې ولاړ یو کس اخیستي نوموړې داسې ښکاري چې بې توازنه ده او یو همکار ورسره په یو منتظر موټر کې مرسته کوي.

د نوموړې انتخاباتي کمپاین ویلي، نوموړې د مراسمو پر مهال یو څه د ګرمۍ احساس کړی، خو دا یې نه دي ویلي چې ایا نوموړې طبي مرستې ته اړتیا لرله کنه.

د هیلري کلینټن د جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ پلویان هڅه کوي، دا پېښه داسې وښيي چې ګوندې هیلري کلینټن په فزیکي توګه د ولسمشرۍ څوکۍ ته برابره نه ده.

کلینټن تر دې مخکې ددې د روغتیا په اړه ټولې اوازې رد کړي او دایې بې بنسټه دسیسې بللي دي.

XS
SM
MD
LG