د لاسرسي لېنکونه

واشنګټن او توکیو به د وروستۍ اټمې آزموینې په خاطر د شمالي کوریا په وړاندې له ټولو ممکنه پیاوړو اقداماتو کار واخلي. دا خبره نن د امریکا یوه لوړ پوړي استازي وکړه.

د شمالي کوریا د پالیسۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي استازي سنګ کیم دغه راز وویل چې امریکا ښایي له خپله اړخه بندیزونه ولګوي.

په توکیو کې له خپل جاپاني سیال سره له کتنې وروسته ښاغلي کیم خبریالانو ته وویل چې توکیو او واشنګټن به خپل اقدامات سره هماهنګ کړي.

XS
SM
MD
LG