د لاسرسي لېنکونه

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې له ټینګښت څخه ملاتړ کوي.

له دغه دفتر رسنیو ته د اختر په مناسبت په استول شوي پیغام کې د ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو له قوله د اختر د مبارکي ترڅنګ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت هیله شوې ده.

په پیغام کې همدا راز راغلي چې افغانان اوس تر بل هر وخت سولې ته ډېره اړتیا لري او ملګري ملتونه به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په داسې حال په افغانستان کې د سولې پر ټینګښت ټینګار کوي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخېستی دی.

XS
SM
MD
LG