د لاسرسي لېنکونه

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د اختر په شپو ورځو کې یې په ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندان عبدالرحمان رحیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې خلک هم باید د امنیت په ټینګښت له خپلو ځواکونو سره همکاري وکړي.

"ستاسو پولیس تل په دې هڅه کې دي چې په ملي، تاریخي او مذهبي ورځو کې خاص تدابیر ولري څو زموږ هېواد وال خوشحاله اختر ولري."

د رحیمي په خبره د کابل پولیسو په تیرې یوې میاشتې ۴۶۹ کسان د بېلابېلو جرمونو په تول نیولي هم دي.

XS
SM
MD
LG