د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

رحیمي: لوی اختر په درشل کې د کابل امنیتي تدابیر جدي دي


د کابل امنيه قومندانۍ چارواکي وايي، د لوی اختر لپاره په کابل ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

امنيه قومندان عبدالرحمان رحیمي کابل ښاریانو ته ډاډ ورکوي چې دوی به د اختر شپې، ورځې په یوه ارامه فضا کې تېرې کړی.

عبدالرحمان رحیمي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د اختر لپاره امنيتي ځواکونو خپلې هلې ځلې ډېرې کړي او ډاډ ورکوي چې دغه ورځې به د امن په فضا کې تېرې شي.

ښاغلي رحیمي وویل چې افغان امنیتي ځواکونه اجازه نه ورکوي چې وسله‎وال مخالفین د افغانانو د اختر خوشحالۍ ګډې وډې کړي.

امنيه قومندان عبدالرحمان رحیمي
امنيه قومندان عبدالرحمان رحیمي

دی وايي:

"ستاسو پولیس تل په دې هڅه کې دي چې په ملي، تاریخي او مذهبي ورځو کې خاص تدابیر ولري څو زموږ هېوادوال خوشحاله اختر ولري."

امنيه قومندان همدا راز له کابل ښاریانو وغوښتل چې د لا ښه امنیت په هدف دې د اختر په شپو، ورځو کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

ښاغلي رحیمي همدا راز وویل چې د اختر په ورځو کې دی له بې ځایه ډزو او د ماشومانو له پټاکیو له کارولو ډډه وشي او که کوم کس دغه کړنې ترسره کړې نو قانوني چلند به ورسره وشي.

بل‎خوا کابل ښاریان د جنګ له ښکیلو غاړو غواړي چې له جګړو لاس واخلي څو دوی د اختر دغه د خوښیو ورځې په ښې او امن فضا کې تېرې کړي.

د کابل ښار دوه تنو اوسېدونکي حسیب الله او همایون په دی اړه وايي:

"له امنيتي ځواکونو نه مو غوښتنه دا ده چې په دغه ورځو کې د امنیت په برخه کې هلې ځلې وکړي، څو خلک په ازاده فضا کې اختر تېر کړي.

-زه له خپلو امنیتي ځواکونو غواړم چې د دې اختر په درېیو ورځو کې غوښتنه کوم چې ډېر ښه امنیت ونیسي، خپلې دندې په احسن ډول ترسره کړي اوهمدا راز له وسله‎والو مخالفینو هم غواړم چې د اختر په ورځو کې انتحار او انفجار بس کړي."

رحیمي: لوی اختر په درشل کې د کابل امنیتي تدابیر جدي دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:26 0:00

د کابل امنيتي مسؤلین په داسې حال کې د امنیت د ټینګښت خبره کوي چې زیات شمېر افغانان د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول کابل کې د نا امنیو له ډیریدو اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG