د لاسرسي لېنکونه

د بلخ امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د اختر ورځو په درشل کې به کلک امنیتي تدابیر نیسي او زیاتوي چې لوی اختر به په ارامه فضا کې تېر شي.

بلخ کې د امن او عامه نظم پولیسو مشر حسیب‌الله قریشي وايي چې د تېرې ورځې له سهار راهیسې یې د بلخ ولایت په لویو لارو او د مزار شریف دننه سیار امنیتي کمربندونه فعال کړي، څو د هر ډول ترورېستي فعالیت مخنیوی وکړي.

ښاغلي قریشي وویل:

"موږ د اختر ورځو لپاره امنیتي تدابیر لرو او په ټولو لویو لارو او دننه مزارشریف کې مو سیار امنیتي کمربندونه جوړ کړي. څو د خلکو امنیت خوندي وي."

په همدې حال کې د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د طالبانو د حضور له زیاتوالي اندېښنه لري.

دوه ورځې دمخه هم د چهاربولک ولسوالۍ او سالارتپې ولسوالۍ کې وسله‎والو طالبانو د امنیتي ځواکونو په پوستو وسله‎وال برید ترسره کړ.

د بلخ ولایت د امنیت امر عبدالرزاق قادري وايي چې دوی د دښمن ځپلو لپاره په چهاربولک او چمتال ولسوالۍ کې یو لړ پوځي عملیات پیل کړي چې په پایله کې یې تېره ورځ پنځه تنه طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

طالب وسله‎والو تر دې دمه په بلخ کې دوی ته د امنیتي ځواکونو له‎خوا د اوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.

خو د یادو دوو ولسوالیو اوسېدونکي اندېښنه ښيي چې د ترسره شویو پوځي عملیاتو له ختمېدو وروسته به بېرته طالبان د دوی سیمو ته راشي او له خلکو به په زوره عُشر او پیسې ټولې کړي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي احمد رشاد خلیل‌زی داسې وايي:

"زموږ په ولسوالۍ کې طالبان شته، اوس‌یې په وړاندې عملیات ترسره شول، خو د عملیاتو له ختمېدو وروسته دوی بیا په سیمه کې راټوکېږي او خلک ځوروي."

بلخ ولایت کې یوازې د چهاربولک او چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي نه‎دي چې په خپلو سیمو کې د طالبانو له حضوره اندېښنه ښيي، د بلخ ولایتي شورا استازي تائیدوي چې عملاً په شورتپه، کلدار، شولګره او زارع ولسوالیو کې هم د دولت ضد وسله‎وال فعالیت کوي او پر خلکو زور زیاتی ترسره کوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG