د لاسرسي لېنکونه

د امریکا متحدو ایالتونو کې د ۲۰۰۱ د سېپټمبر د تروریستي حملو د ۱۵م کال په مناسبت مراسم جوړېږي. په دغو بریدونو کې نېږدې ۳ زره تنه ووژل شول.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په ویډیویي اونېزه وینا کې چې پرون خپره شوه، د سېپټمبر د یوولسمې تروریستي حملو د پنځلسمې کلیزې په اړه وویل:

"په تېرو پنځلسو کلونو کې ډېر څه بدل شوي دي. د القاعده مشرانو ته مو چې پر موږ یې د سېپټمبر د یوولسمې حمله کړې وه، سخت ګذار ورکړ. اسامه بن لادن موعدالت ته راکاږه. موږ د خپل هېواد امن پياوړی کړ. د حملو مخه مو ونیوله. موږ ژوندونه وژغورل. په عین حال کې د تروریستي ګواښونه بڼه هم بدله شوې، موږ له بوستونه تر چاټانوګه او له سان بیرناردینو تر اورلانډو پورې د تراژیدیو شاهد وو. په افغانستان، عراق سوریه او ترهغې وړاندې نورو سیمو کې به د القاعده او د اسلامي دولت ډلې په څېر پر تروریستانو رحم ونه‎کړو. موږ به دوی له منځه یوسو. زه به له خپلو ټولو امکاناتو چې لرو یې د خپل هېواد د خوندي کولو لپاره کار واخلم."

د سېپټمبر د یوولسمې حملې چې د القاعده شبکې ۱۹ تروریستانو د تښتولو مسافر وړونکو الوتکو په وسیله وکړې، د امریکا په خاوره کې تر ټولو خونړۍ حملې وې.

دوې الوتکې په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز له دوو لوړ پوړو ودانیو سره ټکر کړای شوې چې په نتیجه کې یې دواړه ودانۍ ونړېدې.

درېمه الوتکه پر پنټاګون ولګېده او څلورمه په پنسلوانیا کې په داسې حال کې ولوېده چې مسافر په‎کې سپاره ول.

پرون شنبې په نیویارک کې د اطفاییې د هغو ۳۴۳ کار کوونکو یاد ولمانځل شو چې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز د دوو لوړ پوړو ودانیو د اور وژلو په ترڅ کې وژل شوي وو.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدان ډونالډ ټرمپ او هیلري کلنټن به د سوداګرۍ د نړیوال مرکز د نړیدلو ودانیو په ځای کې په جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG