د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

کارپوهان: امریکا ترورېزم سره مبارزه کې هدف ته نه‎دی رسېدلی


په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو د مأموریت ۱۵ کاله پوره کېږي خو لا هم په دغه هېواد کې ناامنۍ او بې‌ثباتي له‌منځه نه‎دي تللي.

یو شمېر افغان کارپوهان وايي، امریکا په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم سره د مبارزې له‎منځه وړلو لپاره چې کوم هدف درلود هغې ته نه‎دی رسېدلی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا ازادي راډیو ته وویل چې له ترورېزم سره د مبارزې پر وړاندې یو شدید غبرګون وښودل شو چې دغه کار ترورېزم له‎منځه یونه‎وړ، بلکې لا هم د هغوی د پرمختګ لامل وګرځېد.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا

ښاغلي سپنتا زیاته کړه:

"کله چې موږ له ۱۴ کلونو وروسته پېښو ته ګورو، په ځای د دې چې افراطي ډلې کمې شي قوي شوي او دا ښيي چې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې ستراتېژي چې ۱۴ کاله وړاندې پیل شوه او روانه ده په بریالۍ توګه نه‌ده ترسره شوې."

د ۲۰۰۱ میلادي کال د سېپټمبر په ۱۱مه د القاعده ډلې له‎خوا د امریکا له څلورو تښتول شویو الوتکو څخه دوو یې ځان د نیویارک په ښار کې د نړ‎ۍ د سوداګرۍ له دوه سترو ودانیو سره وجنګاوه، یوه‌یې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون له ودانۍ سره او بلې ته‌یې بیا د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې سقوط ورکړل شو چې په پایله کې د القاعده شبکې د ۱۹ غړو په ګډون نېږدې درې زره کسان په امریکا کې ووژل شول.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش په یوه بیانیه کې دغه ترورېستي حمله د امریکا په تاریخ کې تر ټولو لویه حمله او ملي تراژیدي یاده کړه.

​د سېپټمبر د ۱۱مې نېټې حملې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې یو نړیوال ائتلاف رامنځته کړ چې په ترڅ کې یې یو لکو شل زره نړیوال ځواکونه د القاعده شبکې او طالبانو د له‎منځه وړلو په هدف افغانستان ته راغلل.

د سېپټمبر د ۱۱مې حمله
د سېپټمبر د ۱۱مې حمله

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو حملو د یوې میاشتې په اوږدو کې د طالبانو رژیم ړنګ کړ کوم چې القاعده شبکې ته‌يې په دغه هېواد کې ځای ورکړی وو.

د امریکا او ملاتړو رول‌یې تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې دوام وکړ او تر هغې وروسته‌يې خپل مأموریت افغانستان کې د افغان ځواکونو د مشورې او زده‎کړو په برخه کې پیل کړ چې تر اوسه دوام لري.

په همدې حال کې یو شمېر افغان څېړونکي افغانستان کې د امریکا د تېرو ۱۵ کلونو په متناقض سیاست نیوکې کوي.

سیاسي څېړونکی او د احمدشاه مسعود بنسټ رئیس ولي مسعود ازادي راډیو ته وویل، امریکا له یوې خوا جنګ او له بلې‌خوا له طالبانو او نورو ورانکارو ډلو سره د سولې مذاکرات مخ ته یوړل.

سیاسي څېړونکی او د احمدشاه مسعود بنسټ رئیس ولي مسعود
سیاسي څېړونکی او د احمدشاه مسعود بنسټ رئیس ولي مسعود

ښاغلي مسعود زیاته کړه:

"په لومړي سر کې چې ښاغلي بوش اعلان وکړ چې موږ ترورېزم په کُلي ډول له‎منځه وړو، ډېر زیات روښانه شعارونه‌یې ورکړل، خو وروسته بیا هر څه په یو ځل تغییر وکړ او د سولې پروسه پیل شوه ښه او بد طالب رامنځته شو."

ګڼ شمېر افغان سیاستوال په دې باور دي چې امریکا په افغانستان کې له ترورېزم سره د جګړې په ډګر کې نه‌ده بریالی شوی، دا چې څه لامل و له سیاسي کارپوه او د نوي ملي جبهې له رئیس انوارالحق احدي نه مو وپوښتل.

ښاغلی احدي وايي چې د عراق جګړه، د پخواني ولسمشر حامد کرزي او امریکا تر منځ د اختلافاتو پیدا کېدل او د امریکا په نظام کې د مشرۍ بدلون هغه لاملونه دي چې له ترورېزم سره مبارزه‌یې له ستونزو سره مخ کړه.

احدي: په لومړي سر کې د عراق جګړې ډېر تأثیر درلود
احدي: په لومړي سر کې د عراق جګړې ډېر تأثیر درلود

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"په لومړي سر کې د عراق جګړې ډېر تأثیر درلود او امریکایانو فکر کاوه چې د افغانستان مسئله تقریباً خلاصه شوې ده او بله دا چې د کرزي صاحب او امریکا تر منځ همکاري لږه شوه، نو همدا اساس سبب شو چې د امریکا عملیاتو تأثیرات کم شي."

له دې ټولو سره-سره ایا امریکا او ملاتړو یې په دې پنځلسو کلونو کې هغه هدف چې درلودو یې هغه ته ورسېد؟ او ایا د دغې مودې مأموریت خپله بریا ګڼلی شي؟
په کابل کې د غوڅ ملاتړ مأموریت د رسنیو دفتر میخایل لوهورن ازادي راډیو سره د دې پوښتنو په ځواب کې وویل:

"ناټو او امریکا له ۲۰۰۱ میلادي کال راپه دېخوا هڅې کړي څو افغانستان د ترورېزم په ځاله بدل نه‌شي او دغه هلې ځلې به په راتلونکي کې هم دوام ومومي."

د اسامه بن لادن او د طالبانو د پخواني مشر ملا منصور او د القاعده او طالبانو د یو شمېر نورو مهمو غړو وژل د امریکا له مهمو لاس ته راوړنو څخه شمېرل کېږي.

د امریکا له‎خوا د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په اړه د افغان حکومت لیدلور څه دی؟

د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، امریکا په افغانستان کې د القاعده او داعش اصلي ځايونه له‌منځه یووړل او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هر کله چې له امریکا نه د مرستې غوښتنه شوې هغوی مرسته کړې ده.

مرتضوي وايي، امریکا په افغانستان کې د القاعده او داعش اصلي ځايونه له‌منځه یووړل
مرتضوي وايي، امریکا په افغانستان کې د القاعده او داعش اصلي ځايونه له‌منځه یووړل

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"نن د امریکا لیدلوری له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې واضح دی، په هر ځای کې چې افغان حکومت د پوځي مرستو غوښتنه کړې امریکا يې ملاتړی دی."

هغه انتقادونو ته په پام سره چې د امریکا او متحدانو د پوځي مأموریت په اړه‌یې موجود دي دا پوښته پیدا کېږي چې ایا د بهرنیو ځواکونو د مأموریت تر پای ته رسېدو وروسته افغان امنیتي ځواکونه په دې توانېدلي چې د روانې جګړې مشري وکړي او دغه مبارزه مخته یوسي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په دی اړه وايي:

"زموږ هوايي، توپچي او ځمکني قطعات کولای شي، د دښمن پر وړاندې ډېره ښه مبارزه وکړي او د دښمن پر وړاندې دغه مبارزه یوازې او یوازې د متحده ایالاتو همکاري ده."

د افغان سیاسي څېړونکو له‎خوا یو بله اندېښنه هم مطرح کېږي هغه دا چې امریکا د ترورېزم ملاتړي او مرسته کوونکي نه‌دي په نښه کړي.

د تېرې دورې کابیني وزیر او د بن کنفرانس د ناستې ګډونوال سید مخدوم رهین وايي چې د ترورېزم پر وړاندې په جګړه کې د بریا لپاره باید هغه هېوادونه تر فشار لاندې راشي چې د ترورېستانو ملاتړ کوي.

رهین: د هغه کسانو مخه دې ونیول شي چې هېواد يې د انسان وژنې او د ترورېزم لپاره د ملاتړ مرکزونه لري.
رهین: د هغه کسانو مخه دې ونیول شي چې هېواد يې د انسان وژنې او د ترورېزم لپاره د ملاتړ مرکزونه لري.

ښاغلي رهین زیاته کړه:

"د هغه کسانو مخه دې ونیول شي چې هېواد يې د انسان وژنې او د ترورېزم لپاره د ملاتړ مرکزونه لري، په هغه وخت کې کولای شو چې هیله‎مند ووسو چې جنګ د ورانکارو پر وړاندې کامیابۍ ته رسېږي."

په دغه راپور کې غواړو د جنګ په راتلونکي هم وغږېږو.

د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رئیس روح‌الله امین وايي، په افغانستان کې به جګړه د نورو کلونو لپاره هم دوام وکړي ځکه چې له یوې خوا ترورېستي ډلې قوي شوي او له بله پلوه امریکا او ناټو په افغانستان کې له جګړې نه ستړي شوي دي.

ښاغلي امین زیاته کړه:

"معلومات ښيي چې په دوو وروستیو کلونو کې زموږ تلفات زیات شوي دي، په امریکا کې د عساکرو د وتلو زنګ وهل کېږي، ناټو ځواکونه له دې جګړې څخه ستړي شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم په افغانستان کې جګړه دوام لري او ان یو شمېر ولسوالۍ کله هم د وسله‎والو طالبانو او کله هم د افغان امنیتي ځواکونو لاس ته ورځي.

افغان حکومت هم تائیدوي چې په ۱۰ ولسوالیو کې حاکمیت نه‌لري او ۱۶ ولسوالۍ له سختو امنیتي تهدیدونو سره مخ دي او همدا اوس د وسله‎والو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ په ۱۵ ولایتونو کې جګړه روانه ده.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG