د لاسرسي لېنکونه

د سوریې دولتي رسنۍ خبر ورکوي چې د بشارالاسد حکومت د امریکا او روسیې تر منځ نوې پرېکړه منلې ده.

د امریکا متحده ایالتونه او روسیه، د اوربند د اوږدولو، د ترهګرو ډلو په وړاندې د ګډ کار او په سوریه کې د سولې بنسټ ایښودو په باب موافقې ته سره رسېدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وویل، د ده په باور دا نوې پرېکړه کېدای شي په سوریه کې د جګړې په ختمېدو کې مرسته وکړي.

ښاغلي کري زیاته کړه:

"پرېږدئ په ډاګه ووایم، له دغې ټولې پيچلتیا څخه یوه ساده تومنه راووته. د سولې او جګړې، بشري عذاب او بشر دوستانه مرستو، د یوې لرغونې سیمې د بربادولو د دوام او د یوه متحد او عصري عربي ملت د بیا زېږېدنې له‎منځه ټاکنه. زه او سرګي لاوروف د خپلو ولسمشرانو او هېوادونو په استازیتوب د سوریې له ټولو ذینفعانو څخه غواړو له هغې پرېکړې څخه چې ورته رسېدلي یو، ملاتړ وکړي."

کري او د ده سیال لاوروف تېره اوونۍ په ژنیو کې سره وکتل.

د سوریې په شپږ کلنه جګړه کې تر ۴۰۰ زره تنه وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG